تحرير:ارشد اقبال
تير کال يعنې دوه زه يويشتم کښې ډيرہ موده پس ټول ملک کښې په يو ورځ وړوکې اختر مذهبي جوش و جذبے سره نمانځلې شوې وو۔ مولانا عبدالخبير آزاد نوے نوے د مرکزي رويت هلال کميټې چيئرمين مقرر شوے وو او هغوي چې د زړه نه کوم محنت ټول ملک کښې په يوه ورځ وړوکي اختر نمانځلو لپاره کړې وو ، هغه هر چا ته ياد دي ۔څښکال پشان تير کال هم مولانا عبدالخبير آزاد د روژې مياشت شروع کيدو نه ډير وړاندې د پيښور دورے کړې وې او هلته ئې د قاسم علي خان مسجد انتظاميې او په خصوصي توګه مفتي پوپلزئي سره ليده کاته کړې وو۔ د مولانا عبدالخبير آزاد پيښؤر دورے مقصد ټول ملک کښې په يوه ورځ روژے او وړوکې اختر کولو لپاره کوششونه کول وو۔ دغه شان مولانا عبدالخبير آزاد څښکال هم خپل کوششونه جاري ساتلي او هم دغه وجه وه چې لګاتار په دوئم کال هم ټول ملک کښې په يوه ورځ روژه نيولې شوې وه او په دې فيصله او په يوه ورځ روژه کولو باندې د ملک ټولو خلقو د خوشحالې څرګندونه هم کړې وه ۔
څښکال د روژې مياشت رانيزدې کيدو سره سم مولانا عبدالخبير آزاد او د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت هم ملک کښې په يوه ورځ روژه کولو لپاره کوششونه کړې وو، کوم چې د ستائنې وړ دي، هم دغه وجه چې څښکال مسلسل په دوئم کال ټول ملک کښې د اپريل مياشتې په دريمه نيټه په يوه ورځ روژه نيولې شوې ده ۔ چې کله څښکال د روژې مياشتې دوه ليسيزې تيرې شوې نو ملک کښې يو ځل بيا خلقو دا خبرې اترې شروع کړې چې اوس به وړوکې اختر هم تير کال پشان ټول ملک کښې په يوه ورځ اونمانځلې شي او کنه؟او کنه تير کال نه مخکښې تير شوې کلونو پشان به يو ځل بيا ملک کښې ځائې په ځائې په مختلفو ورځو وړوکې اختر نمانځلې کيږي؟
مونږ ټولو ته معلومه ده چې تير کال ملک کښې د پاکستان تحريک انصاف حکومت وو۔ او د هغه وخت وزير اطلاعات فواد چودهري به “ما مه شميره در ګډ يم” پشان د وزارت مذهبي امور او مرکزي رويت هلال کميټې کارونو کښې لاس وهنه کوله او په دې به ئی وياړ کولو چې کومه خبره يا پيشنګوئي هغه اوکړې نو هم هغه شان کيدل پکار دي ۔زما د يادو مطابق داسې چرې نه دي شوې چې فواد چودهري د روژې يا اختر ورځ لپاره پيشنګوئي کړې وي او هغه صحيح ثابت شوې وی ولې بيا به هم فودچودهري دغه شان مداخلت کولو او پيشنګوئيانې به ئې هم کولې ۔ شائد چې فودچودهري د مفتي منيب الرحمان پشان مولانا عبدالخبير آزادنه هم طمع لرله چې څه ورته حکومت وائي نو هم هغه شان به هغه کوي ۔
مونږ ټولو ته دا هم معلومه ده چې تير کال په دولسم مئي کله د مولانا عبدالخبير آزاد په مشرې کښې د مرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه اوشوه نو بيا د اختر اعلان کولو کښې څومره ناوخته شوې وو۔ تير کال په دولسمه مئي د شپې يوولس نيمې بجے د وړوکې اختر اعلان کړې شوی وو ۔ کميټې د پيښور ، قلعه عبدالله او چمن شهادتونو باندې هم غور او فکر کړې وو او بيا ئې د اختر اعلان کړې وو۔
دا خبره د يادونې وړ ده چې تير کال شمالي وزيرستان کښې يو ورځ وړاندې اختر کولو باندې دوه ايف آئي آرز هم درج شوې وو ۔ يو مقدمه د مير علي حيدر خيل قبيلے سره تعلق لرونکي مفتي رفيع الله خلاف او دوئمه مقدمه د يو مسجد خطيب قاري زمان خلاف درج شوې وه، دغه مقدمو کښې نور هم يو شمير کسان نامزد کړې شوې ، دا هغه کسان وو چا چې د دروغو شهادتونه ورکړې وو يا ئې اخيستې وو۔ دې کسانو خلاف مقدمې د رمضان آرډيننس مجريه نورلس سوه يو اتيايم لاندې درج شوي وو او دا د ملکي تاريخ يو ناشنا مقدمې وې ۔د مقدمی متن کښې ليکلې شوي وو چې دغه کسانو د دروغو ګواهۍ ورکړې وې او د رمضان شريف سپکاوې ئې کړې وو چې لوجې ئې سيمه کښې د اړي ګړې انديښنه وه ۔
څښکال د دغه شان صورتحال نه بچ کيدو لپاره متعلقه چارواکويو ځل بيا ډيرې زياتې هڅې کړېدي کوم چې د ستائنې وړ دي ۔ نه خو بہ اوس د خېبر پښتونخوا شهادتونو نه انکار کيږي او نه به ملک کښې جدا جدا ورځو باندې روژه او اختر نمانځلې کيږي ۔ دا خبره هم حقيقت دې چې د ملک لږ خلق کله هم د ملک ډيرو خلقو نه يو ورځ وړاندې روژه اونيسي يا اختر اونمانځي نو هغوي به بيا په خپله فيصله پښيمانه ضرور وي ۔ضرورت د دې خبرې دې چې په مشورو سره فيصلې اوشي ځکه چې الله جل شانه مشوره کښې خير ايښودې دې۔
