وړوکې اختر په يوه ورځ ولې او نه شو؟

تحرير:ارشد اقبال

څښکال چې ټول ملک کښې په يوه ورځ روژه شوه نو اولس په دې فيصله ډيرې خوشحالې کړې وې ۔ بيا چې پنځلس روژې تيرې شوې نو خلقو يو بل نه دا پښتنې شروع کړې چې آيا د تير کال پشان به ټول ملک کښې يو اختر هم اوشي اوکه نه؟خلقو ته څه پته وه چې څښکال به ملک کښې په يو ورځ اختر خو لرې خبره، ملک کښې به درې درې اخترونه کيږي ۔ او بيا ټولو خلقو اوليدل چې ملک کښې بعضې خلقو د اتوار په ورځ، د بعضې د ګل په ورځ اود وفاقي حکومت اختر د نهې په ورځ وو ۔ ملک کښې درې درې اخترونه ولې اوشو؟ نن به په دې معامله د رڼا اچولو کوشش کوو۔

په نهه ويشتمه روژه يعنې په يکم مئي د اتوار په ورځ مرکزي اوصوبائي رويت هلال کميټيانو غونډې رابللې شوې وې، چې مقصد ئې د وړوکي اختر يعنې د شوال مياشت ليدل او بيا د وړوکې اختر او يا يوه بله روژه نيولو فيصله کول وو۔ دې حوالې سره د مرکزي رويت هلال کميټې غونډه اسلام آباد کښې رابللې شوې وه او هم دې ځائې نه داسې ښکارېده چې څښکال يو ځل بيا په يو ورځ اختر ممکن نه ښکاري ۔ د هغې وجه دا وه چې تير کال مولانا عبدالخبير آزاد پيښور کښې د مرکزي رويت هلال کميټې غونډه رابللې وه او بيا ئې د اختر اعلان کړې وو۔ تير کال هم مرکزي کميټې ته دا ستونزه رامخې ته وه که چرې دوي هم د مفتي منيب الرحمان پشان کراچۍ کښې غونډې کول شروع کړل نو ټول ملک کښې به په يو ورځ د اختر مسئله چرې هم حل نشي ۔ هم د دغې وجې مولانا عبدالخبير آزاد دا اعلان کړې وو چې هغوي به خپلې هڅې جاري ساتي چې ټول ملک کښې په يوه ورځ روژه او اختر شي ۔ ولې دا هڅې صرف تير کال او بيا څښکال په يو ورځ روژې پورې محدود پاتې شوې ځکه چې څښکال دوي هم د مفتي منيب الرحمان پشان يو ځل بيا د خېبر پښتونخوا سرکاري رويت هلال کميټې شهادتونه تسليم نکړل او نه ئې د تير کال پشان د صوبائي رويت هلال کميټې شهادتونو تصديق لپاره انتظار اوکړو ۔

چې کله د خېبر پښتونخواصوبائي رويت هلال کميټې سره د مولانا عبدالخبير آزاد رابطه اوشوه نو هغوي ورته اووئيل چې مونږ ته د شوال د مياشتې شهادتونه خوراغلي ولې تصديق ئې لا پاتې دې ۔ بجائے د دې چې مولانا عبدالخبير آزاد د صوبائي کميټې د شوال مياشتې ليدو شهادتونو تصديق لپاره څه وخت انتظار کړې وې، هغوي داسې اونکړل او اعلان ئې اوکړو چې ملک کښې چرته هم د اختر مياشت په نظر نه ده راغلې ، لهذا د ګل په ورځ يعنې دوئمې مئي به ديرشمه روژه وي او د نهې په ورځ په دريمې مئي به وړوکې اختر نمانځلې شي ۔

په دې موقع چې کله عبدالخبير آزاد نه دا پښتنه اوشوه چې مرکزي رويت هلال کميټې د پيښور صوبائي کميټې سره رابطه شوې نو هغوي اووئيل چې زمونږ رابطه نه کيږي، پکار خو دا وه چې صوبائي کميټې سره رابطه نه کيده نو لږ شان انتظار به ئې کړې نو ممکنه وه چې ټول ملک کښې به د زياتره خلقو يو اختر وو او درې درې اخترونه به چرې نه کيدل ۔

بلخوا د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشکورهم په دې موقع ميډيا سره خبرې کړې وې او وئيلي وو چې مرکزي رويت هلال کميټې ته په خپله فيصله نظر ثاني کول پکار دي، هغوي اووئيل چې پيښور کښې يو سل ديرش شهادتونه راغلي نو بيا پکار ده چې مرکز او خېبر پښتونخوا کښې هم په يو ورځ اختر اوشي ۔ مفتي عبدالشکور دا هم وئيلي وو چې رويت هلال کميټي خپلواکه ده او زه ورته هيڅ قسمه هدايت نشم ورکولې۔

تير کال د پيښور ،قلعه عبدالله او چمن درې شهادتونو باندې مولانا عبدالخبير آزاد د وړوکي اختر اعلان خړې وو ولې څښکال خېبر پښتونخوا کښې يو سل ديرش شهادتونه اوشو خو مرکزي کميټې تير وختونو پشان يو ځل بيا دغه شهادتونو باندې يقين اونکړو او نتيجه ئې دا راووته چې ملک کښې يو او دوه نه بلکه درې درې اخترونه اوشول ۔

سوات،دير، بونير او شاؤ خوا نورو سيمو نه داسې هم خبرونه راغلې چې يوکور کښې د چا اختر وو او د چا نه وو، د سړک يو طرف ته اختر وو او بل طرف ته نه وو ، د دې ټولې لانجې ذمه وار يقيناََ چې مرکزي رويت هلال کميټي ده ۔ چې کومې طريقې سره به مفتي منيب الرحمان فيصلې کولې، څښکال يو ځل بيا هغه شان فيصله شوې ده ۔

بله دا چې څښکال مرکز کښې د مسلم ليګ او پيپلز پارټې اتحادي حکومت جوړ شو او خېبر پښتونخوا کښې د پي ټي آئي حکومت دې، نو يو وجه دا هم ده چې کله هم مرکز او خېبر پښتونخوا د جدا جدا سياسي ګوندونو حکومت وي نو بيا ټول ملک کښې په يو ورځ روژه او اختر ډير ګران شي ۔ تير کال مرکز او خېبر پښتونخوا کښې دپي ټي آئي حکومت وو نو ټول ملک کښې په يوه ورځ روژه او يوه ورځ اختر وو، څښکال هم ټول ملک په يوه ورځ روژه وه ولې بيا چې حکومت بدل شو نو ملک کښې درې درې اخترونه اوشول ۔ هم دغه شان چې کله خېبر پښتونخوا حکومت صوبه کښې د اختر اعلان اوکړواو ضلعي انتظاميې باندې ئې کوڅه په کوڅه اعلانونه اوکړل نو صوبه کښې د بعضې مذهبي جماعتونو مشرانو مرکز سره د اختر کولو اعلان اوکړو ۔

د دې دلائلو نه دا خبره څرګنديږي چې ټول ملک کښې په يوه ورځ روژه او اخترکولو کښې د سياسي ګوندونه کردار اهم دې ،چې دوي غواړي نو په يو ورځ روژه هم کيديشي او په يوه ورځ اختر هم،خپل سياست لپاره سياستدانانو ته د خلقو مذهبي عقائدو سره لوبې کولو نه ډډه پکار ده ۔ چې ملک کښې په يوه ورځ روژه او په يوه ورځ اختر شي نو حقيقت کښې خلق په صحيح معنو کښې خوشحاله وي، او چې جدا جدا ورځو باندې روژه او اختر شي نو روژه او اختر خو اوشي خو د خلقو په مخونو د خوشحالې آثار په نظر نه راځي۔ سياسي ګوندونه بائد په دې سوچ اوکړي ۔

 ضم شدہ اضلاع میں ترقی و خوشحالی کا سفر

تحریر: حسن ساجد

خیبر پختونخواہ کے قبائلی علاقوں میں بسنے والی عوام ایک عرصہ تک بدامنی اور مشکلات سے بھرے دور سے نبرد آزما رہی لیکن پاسبانان وطن، قبائلی عوام اور ریاست کی لازوال قربانیوں اور انتھک کاوشوں کی بدولت ان علاقوں میں اب قیام امن کا خواب بالآخر شرمندہ تعبیر ہو کر عوام کو سکون کے لمحات نصیب ہوئے۔ قیام امن کے بعد قبائلی علاقوں میں ترقی و خوشحالی کو یقینی بنانے اور عوام کی محرومیاں دور کرنے کے لیے حکومت پاکستان نے 2018 میں آئین کی 25ویں ترمیم کے تحت ان تمام قبائلی ایجنسیز کو صوبہ خیبر پختونخواہ میں ضم کرکے اضلاع کا درجہ دے دیا۔

فاٹا انضمام کے بعد حکومت پاکستان ضلعی انتظامیہ اور سیکیورٹی فورسز کے تعاون سے ان علاقوں کی ترقی و خوشحالی پر خاص توجہ دے رہی ہے۔ تمام میسر وسائل کو بروئے کار لاتے ہوئے قبائلی اضلاع میں معیاری تعلیمی اداروں کے قیام، بہترین اور تمام تر جدید سہولیات سے مزین ہسپتالوں، مراکز صحت اور ڈسپنسریوں کے قیام، بہترین اورکشادہ سڑکوں کی تعمیر، ڈیمز کی تعمیر، صنعتی اور زرعی مراکز کے قیام اور مواصلاتی نظام میں بہتری سمیت کئی بڑے منصوبوں کو مکمل جا رہا ہے جس کی بدولت عوام الناس کا معیار زندگی بہتر ہو رہا ہے اور ضم شدہ قبائلی اضلاع میں ترقی و خوشحالی کے نئے دور کا آغاز ہو رہا ہے۔

حکومت پاکستان نے سیکیورٹی فورسز، صوبائی محکموں اور ضلعی انتظامیہ کے اشتراک سے عوام کی فلاح و بہبود کے لیے سال 2015 سے سال 2020 تک تقریبا” 20984 ملین روپے کی خطیر رقم سے قبائلی اضلاع میں کل 2614 ترقیاتی منصوبوں پر کام مکمل کیا۔

قبائلی اضلاع میں بسنے والی عوام کی ترقی و خوشحالی کے لیے ضلع کرم میں 2379 ملین روپے کی لاگت سے 317 ترقیاتی منصوبے مکمل کیے جاچکے ہیں اور ضلع اورکزئی میں 1922ملین روپے کی لاگت سے 149 ترقیاتی منصوبوں کو مکمل کیا جاچکا ہے۔ اسی طرح ضلع جنوبی وزیرستان میں 4670 ملین روپے کی لاگت سے کل 965 ترقیاتی منصوبے مکمل ہوچکے ہیں جبکہ ضلع شمالی وزیرستان میں 6117 ملین روپے کی لاگت سے عوامی فلاح و بہبود کے 609 منصوبے پایہ تکمیل کو پہنچے۔ قبائلی ضلع مہمند میں عوام کی ترقی و خوشحالی کے لیے 1444 ملین روپے کی لاگت سے 99 منصوبوں پر کام مکمل کیا گیا، ضلع خیبر میں 2065 ملین روپے کی لاگت سے 160 ترقیاتی منصوبوں کو مکمل کیا گیا جبکہ 1365 ملین روپے کی لاگت سے ضلع باجوڑ میں 135 منصوبوں کو پایہ تکمیل تک پہنچایا گیا۔

حکومت پاکستان اور تمام معاون اداروں کی جانب سے قبائلی علاقوں کے ایف آرز میں 1018 ملین روپے کی لاگت سے 180 ترقیاتی منصوبوں پر کام مکمل کیا جا چکا ہے۔ تمام قبائلی علاقوں میں ان جدید منصوبوں کا مقصد ان علاقوں کی عوام کی ترقی و خوشحالی ہے۔ ترقی و خوشحالی کے اس سفر میں مزید بہتری آ رہی ہے اور ریاستی ادارے قبائلی عوام کے مسائل کے حل اور انہیں سہولیات کی فراہمی کے لیے تمام ممکن اقدامات اٹھا رہے ہیں وہ وقت دور نہیں جب ضم شدہ قبائلی اضلاع کا شمار پاکستان کےخوشحال اور ترقی یافتہ علاقوں میں ہوگا۔
خدا کرے کہ میری ارض پاک پر اترے
وہ فصل گل جسے اندیشہ زوال نہ ہو