پيښور کښې د شاتو کاروبار او مسئلې!

تحرير: ارشد اقبال

هر کال ټوله نړې کښې شلمه مئي د شاتو نړيوالې ورځ په توګه نمانځلې کيږي،پاکستان کښې هم تير پنځه کالو راهسې د شاتو دا ورځ نمانحلې شي او څښکال په شلمه مئي هم پيښور پشمول ټول پاکستان کښې د شاتو دغه ورځ اونمانځلې شوه ۔ ولې باقي ټوله نړې کښې دوه زره نهم راهسې د شاتو ورځ نمانځلې کيږي۔ د دې ورځ نمانځلو مقصد پاکستان کښې د شاتو کاروبار ته نوره وده ورکول او دې حوالې سره شات او د شاتو مچو ته راپيښې مسئلو باندې قابو موندلو لپاره ګامونه پورته کول دي۔

اهم خبره دا ده چې ايشيا کښې د شاتو د ټولو نه لوئې مارکيټ د خېبر پښتونخوا سرښار پيښور دې ، ولې د بدقسمتې خبره دا ده چې پاکستان کښې د شاتو کاروبار ته په حکومتي کچ هغه اهميت نه دې ورکړې شوې کوم چې د دې حق دې او هم دغه وجه ده چې د شاتو کاروبار سره تړلي کاروباريان نن دوي ته راپيښې مسئلو نه حکومت خبرول غواړي خو د دوي مسئلې حل کولو لپاره هيڅوک د دوي مرسته نه کوي۔

پيښور کښې د بي کيپرز ايکسپورټرز اينډ هني ټريډرز ايسو سي ايشن مشرانو مطابق پاکستان کښې د شاتو کاروبار سره لږ تر لږه پنځلس لکه خلق تړلي شويدي او پاکستان کښې سالانه ديرش نه تر پنځه ديرش زره ټنه پورې شات پيداکيږي ۔ پاکستان نه د ټولو نه زيات شات عرب ملکونو ته ځي او دغه شان د نړې نورو ملکونو خلق هم د پاکستان شات خوښوي ۔ هم دغه وجه ده چې پاکستان کښې دشاتو کاروبار سره په لکونو خلق تړلې شويدي۔

د بي کيپرز ايکسپورټرز اينډ هني ټريډرز ايسو سي ايشن مشرانو اووئيل چې پاکستان کښې د شاتو کاروبار ته بعضې داسې مسئلې رامخې ته شوي چې د هغې مخنيوي ډير زيات ضروري دې ۔که چرې دغه مسئلې په فوري توګه ختم نکړې شوې نو ملک کښې به د شاتو کاروبار ته نه صرف نور هم زيان اورسي بلکه دې کاروبار سره تړلي يو شمير کسان به هم بے روزګارې سره مخ شي۔

دوي اووئيل چې د ټولو نه لوئې مسئله پاکستان کښې د ځنګلاتو کټائي ده،بائد حکومت په فوري توګه د شاتو د مچو او د شاتو پيداوار اضافې لپاره ځنګلاتو کټائۍ باندې بنديز اولګوي۔

د بي کيپرز ايکسپورټرز اينډ هني ټريډرز ايسو سي ايشن مشرانو مطابق نړې کښې ګلوبل وارمنګ لوجې هم يا خو موسم ډېر يخ شي او يا ډير زيات ګرم شي ،چې لوجې ئې د شاتو په مچو منفي اثرات پريوځي او بيا ئې پيداوار کښې کمې هم راځي۔

دوي زياته کړه چې دې سره سره زهريله سپرے هم په ونو بوټو او فصلونو کيږي، چې لوجې ئې د ګلونو عمر کم شي او چې د ګلونو عمر کم شي نو بيا ظاهره خبره ده چې مچې هغه شان پيداوار نشي ورکولې ۔ دوي غوښتنه کړې چې د ځنګلاتو کټائۍ باندې بنديز سره سره دې په فصلونو او بوټو زهريله سپرے کولو باندې هم پابندي اولګولې شي۔

د شاتو مچو ته زبرګې مچې وئيلي کيږي او شات د يو شمير انساني مرضونو دوائې لپاره استعماليږي ۔ دې کاروبار ته وده ورکول او دې ته راپيښې مسئلې ختمول د وخت مهم ضرورت دې ۔ نه صرف دې کاروبار ته ودې ورکولو ضرورت دې بلکه د خالص شاتو پيداوار باندې هم د زياتې توجه ضرورت دې ۔ بائد وفاقي او صوبائي حکومتونه دې حوالې سره کوټلې ګامونه پورته کړي او په فوري توګه دې د بي کيپرز ايکسپورټرز اينډ هني ټريډرز ايسو سي ايشن مشرانو سره غونډه راوبلي چې نه صرف د دوي مسئلې ختم شي بلکه ملک کښې د شاتو کاروبار او پيداوار ته نوره هم وده ميلاؤ شي۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket