Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Monday, April 29, 2024

افغانستان يو ځل بيا دَ بحران سره مخ

دَ 90 دَ لثيزے غوندے افغانستان يو ځل بيا دَ داخلي سياسي او انتظامي بحران سره مخ شوے دے۔ او ماهرين دا يره او خدشه سرګنده وي چه که په حکومت دوہ شامل اتحاديانو يعني عبدالله عبدالله او اشرف غني دَ مسالحت او مفاهمت نه کار وا نه غستو نو حالات به دَ يوے بلے خانه جنګي لاره هواره کړي۔ او دَ دے په نتيجه کښے به دَ امريکے طالبانو متوقع معاهده هم خطرے سره مخ شي۔دَ پنځه مياشتو دَ تعطل, اعتراضاتو او الزاماتو نه وروستو چه کله په ۱۷فرورئي اليکشن کميشن دَ ډاکټر اشرف غني دَ حتمي کاميابئي يا نتيجے اعلان اوکړو نو مخالف اميدوار عبدالله عبدالله دغه اعلان نه صرف مسترد کړو بلکه دَ ملک چيف ايګزيکټيو په حيث ئے هم دا حکم ورکړو چه دَ اليکشن کميشن ذمه واران دے دَ افغانستان نه بهر تلو نه ايسار يعني منع کړے شي۔ دا اعلان ئے هم اوکړو چه مونږ دغه نتائج نه منو او متوازي حکومت به قائمؤو۔ دغے رويّه باندے عالمي ميډيا څه دا قسمه تبصرے اوکړے چه دَ دے وجه دا کيدے شي چه اشرف غني او دَ نائب صدارت نامزد اميدوار امرالله صالح، چونکه د امريکے او طالبانو په متوقع معاهدے دوہ اعتراضات کړي دي، او دَ دغه عمل دَ ناکام کولو کوشش ئے کړے دے۔ ځکه دا امريکا يا بل اهم هيواد نه د مبارکئي رسمي يا فوري پيغام جاري نشو۔ دا اعلان داسے وخت کښے اوکړے شو چه طالبان او امريکا دوحہ کښی دَ فروري مياشت په آخره کښے دَ امن لوظنامے په لاسلیک آماده او تيار شوي دي۔ او دَ دے نه روستو په دويمه مرهله کښے دَ انټر افغان ډائيلاګ دپاره لائحه عمل باندے کار روان وو۔ داسے رپورټس هم مخے ته راغلي وو چه دَ متوقع لوظنامے په شرايطو کښے دا هم شامل دي چه يا خو به يو عبوري, قامي حکومت جوړلے شي يا به دَ نوي اليکشن اعلان کيږي۔ چه په دغه طريقه انټر افغان مذاکرات دپاره سازګار موحول جوړ کړے شي يا طالبان دَ سياسي عمل حصه جوړ کړے شي۔ رپورټس وائي چه اشرف غني او امرالله صالح دغه عمل ته ذهني طور لا تيار نه وو او رکاوټونه پکښے اچول چه خپل نوي حکومت ته لاره هواره کړي۔ غټ سوال اوستونزه اوس دا ده چه کہ دَ اشرف غني او عبداللّه مفاهمت اونشي نو دَ دے به په دوحه امن مزاکراتو او انټر افغان ډائيلاګ څومره منفي اثرات پريؤوځې؟
تيره مياشت امريکے د افغانستان دپاره خپل بجټ کښے دَ ۱۰۰ ملين ډالرز د کمي يا کټوتئي اعلان کړے دے۔ دَ دے نتيجه دا مخے ته راغله چه تيره هفته دا رپورټ چاپ شو چه افغان فورسز ده سهولياتو نه علاوه دَ خوراک د کمي مسئله هم را پيخه شوے ده، او نور انتظامي او دفاعي مشکلات هم راپيدا شوي دي۔ بل خوا دَ يو آمريکائي تهنک ټينک تر مخے امریکه په دے تجويز هم غور کوي چه دَ افغانستان په ۱۰صوبوں کښي داسے قوانين په آئين کښے شامل کړي کوم چه طالبانو تجويز کړي دي يا ئے مطالبه کړے ده، او اساسي آئين کښے نور تراميم هم راولي۔که يو خوا دَ مذاکراتو کوششونه آخري مرحلو کښے دي نو بل خوا جنګ او حملے هم روانے دي۔ مثلاً په ۱۸ فروري امريکے هرات کښے يوه ډرون حمله اوکړه چه پکښے دَ ۸ ماشومانو بشمول ۱۲ کسان مړه شو۔ طالبانو يو جج اغوأ او بيا مړکړو او درے صوبوں کښے ئے حملے هم اوکړے۔
دغه لړ کښے دَ امريکے ائير فورس يو رپورټ جاري کړے دے چه تر مخه ئے په کال ۲۰۱۹ کښے صرف فضائيے ۷۷۰۰ بمونه په افغانستان غورځولے دي۔ بل خوا يو بل رپورټ وائي چه ۲۰۱۹ کښے طالبونو مختلف سيمو کښے ۸۴۰۰ حملے کړې دي۔که چرے د کابل حکومتي معاملات حل نه کړے شو نو خدشه ده چه دَ دے نه به نه صرف مذاکراتي عمل متاثره شي بلکه دَ دے فائده به طالبان اوچته کړي يا به امريکه او دَ ده اتحاديان د يو عبوري قامي حکومت دپاره مجوزه پلان مخے ته راوړي۔
دَ آمريکے خصوصي استازي زلمي خليل ذاد او دا اقوام متحده سيکرټري جنرل تيرو ورځو کښے د پاکستان دوره اوکړه چه پکښے ئے دَ نورو نه علاوه دَ وزيراعظم عمران خان , آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه او امریکے سفير سره هم ملاقاتونه او مشاورت اوکړو۔ دغه لړ کښے دغه اهم ذمه دار کسانو د امن او مذاکراتو دَ کامیابئي دپاره دَ پاکستان دَ کردار ستائينه او اعتراف اوکړو او دَ څلويښت کالو راسے ئے دَ افغان مهاجرينو دَ خيال ساتلوتعريف اوستايش هم اوکړو۔ خو دَ دے باوجود بعض افغاني مشرانو او دَ نام و نهاد سوشل ميډيا خلقو يو ځل بيا د پاکستان خلاف ټرينډز اوچلول او حسب معمول ئے دَ پاکستان دَ مثبت کردار ستايلو په ځائے دَ خپلو مسئلو پاکستان ذمه دار اوګرځوو۔ دغه خلقو کښے هاغه کسان سر فهرست دي څوک چه په امريکه او يورپ کښے دَ عياشئي ژوند تير وي او افغانستان کښے ژوند تيرول ځان دپاره خطره او دَ پسماندګئي نخه ګنړي۔
بل خوا عام افغان اولس دغه حالاتو, دَ حکمرانانو اقتدار پرستئي او بهر ناست خلقو رويّو باندے دَ تشويش اظهار کوي او دَ امن او ترقئي په تلاش او خواهش کښے دي۔
تازه ترين اطلاعات دا دي چه زلمي خليل زاد تيره ورځ په يو ملاقات کښے ډاکټر اشرف غني ته مشوره ورکړي ده چي هغه دے في الحال دَ حلف اوچتولو نه ګريز اوکړي۔ زکه چي بقول زلمي خليل زاد او انټر نيشنل ميډيا، امريکا غواړي چي دَ ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله په مينځ کښے روانه مسئله حل کښي۔ او تر هغه پوري دی ډاکټر اشرف غني حلف اوچت نه کښي کومه پوري چه د امريکے او طالبان په مينځ کښے معاهده نه وي شوي۔ ولي چي د اشرف غني او عبدالله عبدالله اختلافاتو ته طالبان ده تشويش په نظر ګوري او امريکا هم۔ او د امريکے خيال دے چه د دغه کشيدګئی نه به افغان مذاکراتي عمل متاثره شي۔ بہر حال دَ فروري مياشت دَ افغانستان دپاره ډيره اهم ده، خدائے دے اوکړي چه خه تيره شي۔ آمين

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket