Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Sunday, May 19, 2024

ده پوليو چيلنج او ده معاشرے ذمه داري

دا ډيره ده بد قسمقتي خبره ده چه پاکستان ده دنيا هغه درے(۳) هيوادونو کښے شامل دے چرته چه ده پوليو مرض موجود دے او ده دے مرض ده ختمولو کوششونو کښے بعض حلقے يا خلق رکاوټونه اچوي۔ ده حکومت ده يو تازه رپورټ تر مخے دا وخت پاکستان کښے ۱۵۰ کيسز رپورټ شوي دي چه پکښے تقريباً ده سلو (۱۰۰) کيسونو تعلق ده خيبر پختونخوا سره دے۔ خيبر پختونخوا دے لړ کښے بوجوه هميشه سر فهرست پاتے شوے صوبه ده۔ دے صوبه کښے ده ټولو نه زيات پوليو کيسونه په بنوں, خيبر, لکي مروت, او ډي آئي خان کښے رپورټ شوي دي۔ صرف بنوڼ کښے ده کیسونو يا مريضيانو تعداد ده دريش(۳۰) نه زيات دے۔ ده افسوس خبره دا ده چه تيره هفته په خيبر پختونخوا کښے پنځه روزه انسداد پوليو مهم اوچلولے شو چه پکښے ده ۴۵ لاکھ ماشومانو ته ده قطرو وکولو هدف مقرر کړے شو خه ده دغه مهم نه فوراً بعد په ۲۳ فروري په ضلع خيبر کښے څلور نور کيسونه مخے ته راغلل۔ ده هم ده حيرت خبره ده چه کومو علاقو يا ښارونو کښے انکاري والدين زيات دي هغے کښے پيښور هم شامل دے۔ حکومت دا ځل کوشش کړے وو چه ګنړ شمير ماشومانو ته قطرے ورکړي۔ دے لړ کښے ده سيکيورټي اور آګاهئي دپاره هم خصوصي انتظامات شوي وو خو غټه الميه ده ده چه نن هم بعض خلق او والدين ده پوليو قطرے يو سازش ګنړي او دغه قسمه دا پروپيګنډه کوي چه دا عمل يا مهم خلاف اسلام دے حالانکه ده پاکستان ده سلو (۱۰۰) نه زيات جيّد علماء درے ځله ده فتوٰي ورکړے ده چه دغه پروپيګنډه يا تاثر لړ کښے ده حکومت سره تعاون اوکړي۔ دلته دا نکته ډيره اهم ده چه سعودي عرب ده حج او عمرے دپاره ده هر پاکستاني دپاره ده پوليو سرټيفيکيټ لازمي ګرځولے دے او ده دے نه بغير څوک حج يا عمرے له نه شي تلے۔ که ده پوليو قطرے خلاف اسلام وے نو سعودي عرب به دغه ګام ولے اوچتوؤ؟ او ده ۱۰۰ نه زيات عالمانو به درے ځله فتوے ولے جاري کولے۔
ده پوليو يوه غټه مسئله دا ده چه کله يو ماشوم يا ماشومه ده دے ښکارشي نو بيا ئے په يو قيمت هم علاج نه کيږي۔ ده دے ده مخ نيوي واحده طريقه دا ده چي ماشوموالي کښے ده قطرو په شکل کښے ده دے لاره اونيوے شي, ګني بيا ئے روستو علاج ممکنه نه دے۔ دے لړ کښے ده قطرو که يو خوا اولس ته پکار دي چه که حکومتي ادارو سره مرسته اوکړي نو بل اړخ ته په مور پلار علماء او آساتذه باندے هم دا ذمه واري عايد کيږي چه ده منفي پروپيګنډے مخ نيوے اوکړي او خلق دے ته آماده کړي چه هغوي خپلو بچو ته قطرے ورکړي۔ پنجاب ده آبادئي په لحاظ سره ده درے نورو صوبو ده اجتماعي آبادئي نه زيات دے خو دلته ده پوليو کيسونه عملاً نيشت برابر دي ځکه چه عوام ئے انسداد پوليو مهم کښے ده حکومتي ادارو سره تعاون کوي او خلق ئئے دے لړ کښے باشعور دي۔
خيبر پختونخوا نه صرف ده چه ده پوليو غوندے خطرناک او ناقابل علاج مرض په فهرست کښے په اول نمبر صوبه ده بلکه دلته ده نورو صوبو مقابله کښے ده کينسر, پيپاټائيټس, ايچ آئي وي او نورو مرضونو شرح او تعداد هم زيات دے۔ ده يکم جنورئي ن تر ۲۳ فرورئي خيبر پختونخوا کښے ده پوليو ۱۵ کيسونه رپورټ شوي دي کوم چه ده دے خبرے ثبوت دے چه ده حکومت ده ټولوکوششونو باوجود اولس دے لړ کښے ده حکومت سره مرسته نه کوي يا ده خپلے اجتماعي ذمه دارئي نه بے خبره دي۔ ضرورت ده دے خبرے دے چه ده دے مرض ده خاتمے دپاره اولس خصوصاً والدين خپل کردار ادا کړي او ده نوي نسل ده معذوري مخ نيوے اوشي۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket